د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
طاېر ځلاند

د نن ورځې خبر / عاشق الله یعقوب

 

یوه افغان پیلوټ ۸ بهرني پوځیان ووژل

عاشق الله یعقوب

  د افغانستان د هوايي قواوو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل : احمد ګل نومې افغان پيلوټ د هوايي قل اردو په غونډه کې پر بهرنیو پوځيانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۸ بهرنیان ووژل شول،  یو بهرنی او۲  افغانان ټپیان شول.

په دغه وسله واله نښته کې په خپله افغان پيلوټ هم وژل شوی دی .

ملي دفاع وزارت د پیښې پخلۍ کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې (د غوايي ۷مه )  ديوه  افغان پيلوټ او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د وسله والې نښتې له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د  خبرپاڼې پربنسټ نښته له بهرنيو ځواکونو سره د افغان پیلوټ تر  له لفظي شخړې  وروسته رامنځته شوه.

په دې هکله نور جزیات وروسته خپاره شي.

 

د شاعر نور شعرونه ←