د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
د ښاغلي طاير ځلاند شعرونه

غزل /طایرځلاند

غزل

له ساړه ساړه امکانه بغاوت دی

شور دپاڼو له خزانه بغاوت دی

خپلې سترګې يې دځان په لور نیولي

زمکې کړی له اسمانه بغاوت دی

ماښامونو ډيوې کېښودې په لاره

ښکاري داسې له هوانه بغاوت دی

ستا په لور مې چې دزړه ستنې کږې شوې

داخویار نو له ځانه بغاوت دی

دایرو کې ژوند طایره دمرګ لار ده

دژوند لاره خو جانانه بغاوت دی

طایرځلاند

16ـ11ـ11 کابل انترنیوز

د شاعر نور شعرونه ←