افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
424 شاعران5524 شعرونه
غزل
اور مــو راغلـــو تر بـړستنـې، مونږ ويـده يــــو
ويــــې سوې راتــــه لمنــې، مونږ ويــده يــــو
دی پـاچا مـو راتــــه لار هــواره نــــــــه کـــــړه
مخکــــې يښې راتـه غنې، مونږ ويـــده يــــو
بس يواځې يـې پښتون تــه پــه کـې چل ده
سر مو غوڅ شي بی پوښتنې، مونږ ويده يو
د وطـــن حالات اوس دې تـــــــــه رســـيـدلـې
ســــړې چيچــــې لکــه ستنې، مونږ ويـده يو
د مکــتب پــــــه جـونـو پاشــــې تيزابـونــــــــه
دوې مـو باسې لــــــه پوهنـې، مونږ ويـده يـو