د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
ځوانzawan

غزل

سپینه خولگی درانه واخیسته په زورهلکه
ومی لیدی مورهلکه
دسپینی خولی په تلوسه کی
ته شولی ما ته په غوسه کی
سپینه خولگی می درکوله بیا په کورهلکه
ومی لیدی مورهلکه
درسوایی کارونه پریژده ته می مه شرموه
دا کلی کورپه ځان ته مه خبروه
صبرکوه چی بیارانشی ته په لورهلکه
ومی لیدی مورهلکه
دغه ارمان به د پوره کړم ته قرارووسه
چی موربیده کړم انتظارووسه
داغ می د پریښودپه سپین مخ کی تکه تورهلکه
ومی لیدی مورهلکه
جینی ته بی وفا یی وعدی ډیری کړی
وخت یی چی راشی بانی نوری کړی
خیریی غواړه په گرمی به یم په کورهلکه
ومی لیدی مورهلکه
سپینه خولگی خودووس خپله ده مزی وکړه
غیژکی پرته درته دگل په شان نخری وکړه
خوشحاله خوله درکومه زه به پورهلکه
ومی لیدی مورهلکه

خوشحال وردګ

د شاعر نور شعرونه ←