د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
مجيب الرحمن احساس

خوب

خوب

خوب مې لیده دونوپاڼوکې مرغۍ ناستې وي
کلی له شوره ډک وي
ماشومان ګورم پټ پټوني کوي
ستړی شپونکی دچینې یخې اوبه
په لپولپو وڅښي
ــــ
خوب مې لیده دکارېزسپینې اوبه
له څوکږو،وږولښتیو ا وړي
زموږدکلي بزګر
بېلچه په لاس پوله په پوله ګرځي
...

اوله خوښۍ نه یې خوله نه ټولیږي
ـــ
خوب مې لیده د دریال غږ اوڅوخوږې زمزمې
له پورې کلي راځي
شینکي آسان کتار،کتارولاړ وي
له کجاو نه دولونګوبوي ځي
ناوې په زړه کې امیدونه لري
زوم ته داټوله نړۍ خپله ښکاري
ــ
خوب مې لیده دښارپه ټولوڅلورلاروکې ګلونه شنه وي
خلک په زړه کې وېره نه ګرځوي
میندې دخپلوماشومانوپه ویر نه وېرېري
په سړکونوکې دخلکوغوښې نه وي پرتې
خلک له یوبل څخه لرې نه ځي
ـــ
خوب مې لیده چې څوک دچا کورته دشپې نه ورځي
اوماشومان دترهه ګرپه نامه څوک نه وژني
مورګانې ټوله شپه نارامه نه وي
ــ
خوب مې لیده چې لوېې لارې له ماینوتشې وي
اودټوپک میله له خاوروډکه
خلک یوبل ته هیڅ په شک نه ګوري
ــ
خوب مې لیده خلک په ډلوډلونه وي تقسیم
وروڼه له یوبل نه بېزاره نه وي
دانسانانوسوځېدلې څېرې نه وي چیرته
دچاله کوره څخه غبرګې جنازې نه وزي
ــ
خوب مې لیده چې دتیارولمنې اور اخیستی
دیوه نوي سهارسترګې له خوښۍ څلیږي
ژوندون په لپوکې دمینې اوبه
په انسانانوباندې بیاوویشي
زمادوطن سیتم ځپلي بچي
چاته دښمن نه وايي
څوک یې دښمن نه بولي

ــ
مجیب احساس

 

د شاعر نور شعرونه ←