افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
341 شاعران5048 شعرونه
غزل ///محمد عليم ((بسمل))
په دې ارزې چې سړى درپسې مات شي
چې په شرنګ لکه بنګړى درپسې مات شي
خوږه ژونده څومره تريخ دې تېرېدل دي
سړى کوږ شي اوژوندى درپسې مات شي
کله سر کله تندى کله زړه حسنه!!
بايدهره ورځ يو شى درپسې مات شي
بې حضوره او بې کيفه سجدو تنګ کړم
خدايه کاشکې مې تندى درپسې مات شي
خرپ او ترپ نکوي شعر وايې له درده
چې ((بسمل)) لکه لرګى درپسې مات شي