د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
مشفق حريتمل

پټ پاتې نه يو/// نيکمل خاموش

وخت مو واخيست امتـــــــحان پټ پاتې نه يو

ولـــــيدلــــــو درســـــــــت جــهان پټ پاتې نه يو

دمــيــــــــدان دوړو دعــوه بــه يــو بــل نـــکــــړو

زه او ته هــــــم پــه مــيــدان پـــټ پــاتــې نــه يــو

خــــــپلـــه مـــاتـــې مـــنــل شــرم درته ښـــکاري

ګـــنې  نـور خــو په هيـــڅ شــان پټ پــاتې نه يو

چې دې څو ک پاتې مايوس له خپل هدف دي

يو پـــــدې کـــــــې ښه عـــــيان پټ پـــــاتې نه يو

کړي چې مرګ پکــــــې دژوند په ســــر وارونه

له هغــــــه جنګ مونږ ځوانــــــان پټ پاتې نه يو

ها دجنــــګ له لـــومـــــړۍ ورځــــــې تر دې دمه

چــــــې دى چـــــا کـــړى تـــاوان پـــټ پـاتې نه يو

نـــور دې لاس چپــــــوي مونږ دې لارې نـــيســـو

 يــو دې ســـم کـــلــک دښــــــمنان پټ پاتې نه يو

که ميډيا او مـــــــطبوعات يــــــې هر څــــه وايې

اى ((نيـــــک مـلــه)) په هـــــــر آن پټ پاتې نه يو

د شاعر نور شعرونه ←