د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
مشفق حريتمل

غزل///سيد جمال الدين فاطمي

دايې خدمت دى ګران وطن ته چې پردي راولي

څوک پنجابي راولي څوک امريــکايي راولـــــي
په ځان کړي فخر چې دټول ملت واکدار ياديږم
چې تاوراتاو شي زمـــونږ مشــــربهرني راولـــــي
هله به ياد شي زمونږ مشر دخپلواک په نامـــــــه
چې ګـيدړان له ملـــــکه وباسي زمـــــــري راولي
انشــــــــــا‌ء الله دوى به مختوري له وطنـــــه وځي
مجاهدين خپلې لښـــــــــکرې اسلامــــي راولـــي
اې (فاطمي) هغه قدم لاندې قــــربان قـــــربان شه
کـــــــوم قــــدمـــــونه چې وطـــــــن ته ازادي راولــي

د شاعر نور شعرونه ←