د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
مشفق حريتمل

ټوله شپه ويښ يم ////جانان خدرخيل

لکه ستوری داسمان ټوله شپه ويښ يم

ستا په غم کې ستا جانان ټوله شپه ويښ يم

ستا په ياد کې ياره تړمې تړمې اوښکې

څڅومه په ګريوان ټوله شپه ويښ يم

خورم قسم درته چې ګرانه هير مې نه يې

يادومه دې قربان ټوله شپه ويښ يم

ته نو څه زما له حال څخه خبريږې؟
چې زه څنګه يم پريشان ټوله شپه ويښ يم

شبګيرو مې زندګي کړله خرابه

ګل ځواني مې شوه خزان ټوله شپه ويښ يم

دوصال په مرهم ټول خلک ويده شي

زه له درده دهجران ټوله شپه ويښ يم

ګوندې خوب کې راشې وايم چې ويده شم

((خدرخيل)) په ډير ارمان ټوله شپه ويښ يم

 

د شاعر نور شعرونه ←