د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
مشفق حريتمل

غزل ///اتليار واکمن

 

عشق اسان دی دکمال خبره نه ده

کار دزړه دی دا  دمال خبره نه ده

وي تور رنګی خو زړګی درڅخه واخلي

دا دحسن اوجمال خبره نه ده

که مو يار ترڅنګه وی او که جدا وی

څه دهجر اووصال خبره نه ده

مونږ يې صرف په ليدلو خپلوی شو

د طاقت او دمجال خبره نه ده

لاس وراچوو ګريوان ته دحسينو

محبت خو څه دسوال خبره نه ده

په سړه سينه به حل شي اتلياره

مينه دومره دجنجال خبره نه ده

د شاعر نور شعرونه ←