د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
امیل همدرد

د الفت صاحب فرياد

پنځو روپو باندې ولې هره ورځ خرڅوې

 دين و ايمان دي مسلمانه ډېر ارزان که نه وي 

 

آه و فرياد د چا له لاسه دغه خلک کوي؟

چیرې بې رحمه، خدای ناترسه ظالمان که نه وي

 

دا ميدانونه ولې سره دي په سرو وينو باندې

په هر هېواد کې شرمښان يا قصابان که نه وي

 

لکه واړه په څو پيسو باندې غوليږي ولې

په خوی او عقل دا لوی خلک ماشومان که نه وي

 

خوار و غريب او بېنوا که په راحت و په کې

جنت يې بولم خير دی حوري او غلمان که نه وي

 

چې مظلومان کړي فريادونه د ظالم له لاسه

ورته دوزخ وايه هيڅ اور لړم ماران که نه وي

 

دا ناداري دا ناداني دا بدبختي له څه ده

زمونږ کارونه زمونږ فکر او خوی وران که نه وي

د شاعر نور شعرونه ←