د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
سرلوڅ مرادزی

اعتراف

نن مهال داهسې لوبه ده روانه
چې بدیل يي لیدی نه شي هیڅ زمان کې
چې پخپله تر شیطان ځني شیطان دی
بیا شیطان په کاڼو ولي بل مکان کې
ځان قبا کې د حدیث او قران نغاړي
نه څه چرت وهي حدیث نه په قران کې
ژوند يي خپله په دوزخ ځانته بدل کړ
بیا د ځان ګنا غورځۍ د بل ګریوان کې
هیڅ ښادي، خوښي به ونه ګوري ژوند کې
څو تغییر بدلون رانه وړي پخپل ځان کې
ملامته به تر نورو اول ځان کړې
کوم بڅری که ژوندی لرې وجدان کې
خپله ګرم یوو، ملامته هيڅوک نه دی
ژوند مو تېر کړ د خوښیو په ارمان کې
هغه زړه چې کنیسا (۱) کې الوده شو
لا ککړ شو په کعبه او واټیکان کې
عقیده، بې ایماني د نورو څه کړې
چې پخپله نقیصه لرې ایمان کې
حقیقت درته د ځمکې پرسر پروت دی
بېهوده يي لټوي پاس په اسمان کې
راز دې هسې طبیعت سره شریک دی
چې هیچا ته اړتیا نشته په دا میان کې
د اسمان ځمکې ترمنځه واټن نشته
دا واټن دی تش په فکر د انسان کې
زولنې د سنت ماتې، ځان ازاد کړه
ځان دې خوسا کړ د سنتو په زندان کې
زه به ځان تر جانان سل ځل صدقه کړم
صدقه کې مې لېدلی په جانان کې
يادونه:
(۱)کنیسا د یهودانو عبادت ځای ته وايی.
شعروزمه خیالونه
سرلوڅ مرادزی

د شاعر نور شعرونه ←