افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
424 شاعران5524 شعرونه
یاغیتوب
یاغیتوب
که وخت سره تلل غواړی نو زاړه دودونه مات کړه
سجدو ته چې يي پروت وی نورهغه بوتونه مات کړه
یاغی شه توپاني شه د رواج له بنده وځه
د دود د زندانه ټولې کړکۍ، ورونه مات کړه
بوتان دې په پېړیو وپالل مرستې لپاره
یو بوت مرسته ونه کړه اوس دا پټ رازونه مات کړه
سجده او اقامت دې هم ملا پسې عبث شو
ملا دې پردی وخوت، د پردو سرونه مات کړه
د حورو او غلمانو په امید دې ځوانې لاړه
راویښ شه جنت دا دی، خیال پلو فکرونه مات کړه
د نورو د کومک خبره، کټ د نیمو شپو وي
ویسا دې په خپل ځان شه غلامۍ خویونه مات کړه
ازاد دنیا ته راغلې ازاد اوسه ازاد مړشه
د خپلې ازادۍ په وړاندې ټول خنډونه مات کړه
په خپل زړه پسې ګرځه خیال د هغه زړونه مه کړه
چې ستا زړه ماتوی ته هم د هغو زړونه مات کړه
شعروزمه خیالونه