افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
424 شاعران5524 شعرونه
داعش او طالب
مالومیږي چې داعش ته طالب واوښت
نور طالب له حمایته، صاحب واوښت
خو د لوبې محتوي بدله نه ده
محتوي د دواړه یو ده قالب واوښت
تنګ میدان د لوبې لوی باندې بدل شو
نندارچیانو ته بدلون يي جالب واوښت
نور قومونه په مزې او نندارې کړي
ټول تاوان پکې افغان ته غالب واوښت
نوې لوبه به زړې ځینې اوږده وي
زوړ غاصب پکې په نوي غاصب واوښت
د چنګیز او اتیلا دوران به بیا شي
چې داعش ته شرایط مناسب واوښت
د فلک لوبه بیخي خونړۍ ښکاري
برخلیک د ګوډ تیمور په کاتب واوښت
د داعش او د طالب استحاله کې
خلیلزاد پکې له پیله راغب واوښت
موږ چې بوټي ته لاس واچوو، بوټی ړنګ شي
د افغان بخت په شهاب ثاقب واوښت
شعروزمه خیالونه