د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
سمیع الله خالد سهاک

پوهنتون په وینو سور شو

اور بل دی په وطن کی پوهنتون په وینو سور شو
د جهل تیکه دارو نه روغتون په وینو سور شو
تنکې پیغلي یی مړي کړي آرمانونه یی نور ټول مړه شول
وطن مور شوله بوره روزنتون په وینو سور شو
کتاب یی چی لوسته دوي د لوستو په وخت شهید شول
تنکیو آرمانو کی کتابتون په وینو سور شو
ظالمه لږ لاس ونیسه دا ټول مسلمانان دی
دا ستا له حماقت ملک د پښتون په وینو سور شو
خالده نور نو دا جاهلان خدایږو که اصلاح شی
وطن مو خو وران وهء اوس مو شتون په وینو سور شو
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
نومبر، دریمه ۲۰۲۰ کال

د شاعر نور شعرونه ←