د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
محمدسرور وکیلي

دین لباس نه دی

جامه، لباس،ښکلا مه معیاروه په دین کي
الله ښوولی امـرکـړی عـورت دی په یقین کي
دیـن عـمل دی دنیکۍ وهــــرمخـلــوق ته
ښَکلاّ ئې معیارنه ده لکه ښکلی آس په زین کي
لـبـاس، ځـان جـوړول بوله دود دانسـانانـو
دیــن امــــردالله دی په کلام فــرقــان زرین کي عــاداتو، دود، جـامه د وګړو یوعمل دی
ټاکل سوی حدودسوی عورت زموږ په دین کي راســۍ پــرلـبـاس اوشـکل نه ږغیږوډېر
ږغ د دیـن دی په عـمل اود زړونو په یـقـین کي
دیـن نـه ږره نـه لـبـاس اونـه ښـکلـتیـاده
دا پنځه بناوي دي و لاړ پـرښـه کــردار رګـیـن کي

د شاعر نور شعرونه ←