د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
سرلوڅ مرادزی

تېروتنه

موږ په وعدو د نن سبا تېروتو
دومره ساده یوو چې بیا بیا تېروتو
درواغ په پوښ کې د ریښتیا پوښلي
زیات له درواغو، په ریښتیا تېروتو
پرون انګریز او روسيې سم دوکه کړو
نن په دوکو د امریکا تېروتو
موږه فساد ته د جهاد نوم ورکړ
سخت په جهاد او په غزا تېروتو
زموږه غوث زموږه پیر پردی وو
موږ يی په ذهدو په تقوی تېروتو
دښمن هر ځل اشنا لباس کې راځي
اشنا لباس کې په ناشنا تېروتو
هم په سنت هم په مذهب دوکه شو
په وعظ، تقریر د ګوډ ملا تېروتو(۱)
موږ خپل تاریخ، کلتور عرب نه جارکړ
د دین تر نوم لاندې رسا تېروتو
موږ د عرب کلتور او دین په مڼخ کې
توپیر ونکړ، برالا تېروتو
موږ تېر تاریخ پر ځان بیا بیا ازمایو
زیات اوسمهال کې له پخوا تېروتو
په فرق د ورځې او د شپې پوه نه یوو
پخوا تورتم اوس په رڼا تېروتو
چې نه په لار، نه په ګړنګ خبر دی
موږ په یو داسې رهنما تېروتو
له یوې څمڅې مار مو هر ځل چیچي
موږ پر همغې څمڅې بیا تېروتو
په تېروتنه که بل پړ وبولو
موږه په بیا خپلې ګنا تېروتو
دا اعتراف باید په ډاګه وکړو
چې موږه خپله سم صفا تېروتو
یادونه:
(۱ ) ګوډ ملا چې اصلي نوم يي عبدالله وو، هغه شخص دی چې د جنوبي خلک يي د غازي امان الله خان د واکمنۍ په وړاندې د انګریز په لمسون وپارول او بلاخره د هغه مهال حکومت لخوا ونېول شو او د کابل په مرنجان غونډۍ کې اعدام شو.
مرادزی

د شاعر نور شعرونه ←