د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
سرلوڅ مرادزی

بدلون

وخت له موږ غواړي خپل تقدیر بدل کړو
د ژوند په اړه زوړ تفسیر بدل کړو
وخت ځي پرمخ، موږه په شا روان یوو
د وخت ملګري شو، مسیر بدل کړو
چې وايي انسان سره اختیار، واک نشته
دا د پېړیو وروست تعبیر بدل کړو
چې په پېړیو يې خپل ولس دوکه کړ
هغه اخوند، مفتي او پیر بدل کړو
چې په جهاد سره فساد يې دود کړ
دغه پلمه، ناره تکبیر بدل کړو
تر ګیرې لاندې چې شیطان ګرځوي
دغه پردی ملا خنزیر بدل کړو
دود او سنت مو ژوند اسیر نېولی
راځۍ تقدیر مو د اسیر بدل کړو
د خرافاتو بازار ټینګ وتړو
ورته اړم، قفل و ځنځیر بدل کړو
دا د خدایګوټو بتان ټول نسکور کړو
بت ماتولو ته تدبیر بدل کړو
چې برخلیک يي را ته غم لیکلی
نور برخلیک د غم او ویر بدل کړو
زمان له موږ نوی تفسیر غواړي
د نیکه زوړ تفسیر یاسیر بدل کړو(۱)
تربګني بس کړو، دښمني دفن کړو
وجدان بدل کړو، خپل ضمیر بدل کړو
د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۵ مه
یادونه:
(۱ ) تفسیر یاسیر (مختصر تفسیر) په پښتو ژبه زما د نیکه ارواښاد مرادعلي د قران کریم ژباړه او تفسیر دی. یسیر مختصر ته وايې.
مرادزی

د شاعر نور شعرونه ←