افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
341 شاعران5048 شعرونه
ثنأ
دا ځـمــکه دا فـضـا اوټــوله کـائنات
څـښـتـن ئـې دی الله دســـاتــلــواو حــیات
وما مِنٌ دابـةٍ فی الاضِ ویـلي دي الله
ســاتي ئې ټـوله دئ او لـوی دئ د ده ذات
ورکـوې ته مرګوژوندمطلق ئې مخیر
کُلُّ شئٍ هـالِکُ بـېـله ذاته خـالقِ مـخلوقات
لوی ئې دی درشـل سلـطـان دکائناتـو
په ساتلو ستړی کیږي نه، لوړئې درجات
خوروخواب نه، مطلق دی پخپل ذات
نه سیال لري باداردی دټوله ځمکي سماوات