افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
341 شاعران5048 شعرونه
زه اوساقي
زه اوســاقــي لا د پــخــوا مــلـګــري یــــو
دې مـیخانې ته په خنداله دوستـانوسره ځو
زاهد اومحتسب په خواږه خوب لاويده دي
ســاقــي جاموراوړه وخـت نه ضایـع کـوو
دپسرلي جامونه ارغـواني راوړه پـه مـینـه
سحرګاه ده وچمن ته دسنبل سیل ته ورځو
دملیاردي په ګلبڼ کي رنګ په رنګ ګلونه
ګــوره یوتربـله رنګینه پرې ږغ وي دبلبلو
ساقي وېشل جامونه هـرچا ته ئې خپل جام
مـاله مي زما جام لا پـه ازل کـي ډالـۍ وو