د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
محمدسرور وکیلي

کعبه

مــعـمار مـود کـعـبې د رب الخـلیل دی
د له ورکـړی دا فرمان رب الجلیل دی
درولې ئــې کـعــبـه له خـټو او ډبروده
ورکړی لوړعظمت الله په ښه سبیل دی
ځیني شاعران ترکعبې کي زړه اوچت
خوکعبه دزړوقبله پرتله ئې بې دلیل دی
زړه لاسته راوسته ترقبلې ئې بولي ښه
وایم داښه والی مو ضعیف اونا جمیل دی
کعبې ته به ورتی په احترام زموږ نبي
وګوره مقام ته چي لـوړ اونه قـلـیل دی
خالق هم آدم له خاوروخـټـو تکوین کړی
توپیرئې په جوړنه دمادي سره عدیل دی

د شاعر نور شعرونه ←