د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
سرلوڅ مرادزی

ښکلا

ستا د حسن داسې نام دی
نورو ښکلو ته الهام دی
یوه ګل کې تعریف نه شي
ټول بدن دې ګل اندام دی
غېږه غېږه دې زندان دی
پروت بندي پکې بدنام دی
لار د تېښتې ترینه نشته
ول د زلفو دې یو دام دی
هر نظر کې دې نېشه ده
هر کاته دې ګوټ د جام دی
هر باڼه دې په کتل کې
غشې وتی له نیام دی
ورین تندي کې دې سحر دی
زلفو شپول کې دې ماښام دی
د قامت صفت دې نه شي
قد قامت ته دې سلام دی
روح ازاد ستا په دربار کې
د زنګي بندي غلام دی
په یو تار سره تړلې
ملغلرې دې کلام دی
زخمي روح ته یو تسل دی
د ټپي زړه التیام دی
یو راښکون، یوه جذبه ده
هر ادا کې دې پیغام دی
یو رنګین تابلو د عشق يي
یو ښایست دې نا تمام دی
ستا په مینه کې هستي ده
ستا په مینه کې ارام دی
ته د ژوند اصلي مفهوم يی
پورته ځکه دې مقام دی
سخاوت دې سمندر دی
بې جوړې دې انتقام دی
حیف د حسن عمر کم دی
په شروع کې يي انجام دی
د ۲۰۲۳ کال د مۍ ۵ مه
سرلوڅ مرادزی

د شاعر نور شعرونه ←