د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
سمیع الله خالد سهاک

زما مینه

یو څه می لا هم له وطنه یاد دي
تور می کمیس وهء او کاوبای می پتلون
د مکتب مخې ته ولاړ وم حیران
او هرې خوا ته می کتل په شیبو
او ځورولمه می ډار د زړګې
چی فیروزه به می نن وینم کنه
***
که څه هم هر څه می له لاسه وتل
او په ماغزو کی می روان وهء بدلون
کله به یاد وو یا به هیر وو له زړه
خو یو آرمان به می ژوندی په زړه وهء
یوه خبره می په زړه وه هروخت
چی فیروزه به می نن وینم کنه
***
اوس چی زوړ شوې یمه لا می یاد ده
د ژوندون غم نور نه لرمه په زړه
اوس ډیر وخت وشو لا په یاد یی لرم
او طلایی سترګې یی ځلا کړي هر وخت
او له یادونو می ګردونه پاک کړي
او نه پوهیږم چی ژوندې،
او یا به مړه وي هغه
خو غواړم یو ځل یی ژوندې ووینم
کله خیال کی لاړ شم باغ د زړه ته
زړه لیونی دی له ډیر وخته وایی
چی فیروزه به می نن وینم کنه
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د جولای ۷، ۲۰۲۳ کال

د شاعر نور شعرونه ←