د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
سرلوڅ مرادزی

غزل

غزل
بنګاوه زه د انګور او د انار څښم
خلک وايي چې د میو جام سهار څښم
زه له ځایه شرابي میخوره نه یم
یو، نیم ګوټ کله ملګرو په اسرار څښم
د ځوانۍ د محرومیت په جبیره کې
کله کله لږ ګوټونه په تلوار څښم
د ساړه او یونواخت ژوند له ستړیا نه
ارامتیا لپاره ځکه سور انګار څښم
نن چې ورځې د خوښۍ له مالت تللي
رڼې اوښکې مې پر مخ قطار قطار څښم
له شوم بخته ګالیله د زمانې شوم(۱)
زهرو ګوټ به د ملا او پیر له ډار څښم
یادوونه:
(۱ ) ګالیلو ګالیله ايټالوی ستورپوه خپل نوي اختراع شوي تلیسکوپ کې يي لېدلي ول چې ځمکه د لمر پر شاوخوا ګرځي. په همدې دلیل عیسوي ملایانو ورته ویلي ول چې که له خپل نظر ونه ګرځي وبه يي وژني.
د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۴ مه
سرلوڅ مرادزی

د شاعر نور شعرونه ←