د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
محمدعلي عمري

غزل

تازه‌غزل

ګل‌خان

نجوني‌پرلارځي‌که‌ماران‌تيريږي
دزړه‌په‌کورکي‌مې‌ګمان‌تيريږي

شرنګ‌دبنګړويې‌ځي‌پرټوله‌لاره
داپه‌صحيح‌مانا‌کاروان‌تيريږي

دچالورکۍ‌سي‌وړي‌په‌زور‌هغه‌به
ترشرافت‌دخپل خاندان‌تيريږي

زموږپرآسمان‌تل‌دمرميو‌باران
دلته‌به‌څرنګه‌مرغان‌تيريږي

دګوزارې‌دجماعت‌امام‌خو
بس‌کله‌کله‌تراذان‌تيريږي

غرب ته‌‌زموږ‌داځيني‌ ځيني مشران
ترخپل‌شيرين‌ګبين‌ايمان‌تيريږي

په‌خپل‌حريم‌کي مې ماجر‌يادوي
مخته‌مې‌هغه‌ده‌ګلخان‌تيريږي

عمري‌ستاغربت‌له‌ګوري‌هرڅوک
ځکه‌خو‌ستاتردسترخوان‌تيريږي

عمري.هندوباغ
سهيلي‌پښتونخوا

د شاعر نور شعرونه ←