افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
زنګیدم
تر سهاره ستا زلفو په تارو کې زنګيدم
د عشق او د ميني سرو لمپو کې زنګيدم
اړولې مې جامونه بي شميره سر په سر
تش کړي مې خمونه ميکدو کې زنګيدم
ازل کې مې ليکلي رسيدلي دي په ژوند کې
تقدير سره مې جنګ دې اميدو کې زنګيدم
مستي او ځواني مې جدایی خاورې ايرې کړه
چاپير رانه سور اور دی په ټالو کې زنګيدم
اجله نور راشه بيوسي امتحان مه اخله
رقيب لاس کې نيولي زولنو کې زنګيدم
تصوير ته د نظر کړم انتها د تصور شي
په حسن کې ډوبيږم غلچکو کې زنګيدم
ټول ژوند مې ارماني دې د ارمان په ارماني
حسن زی به پوره نکړي په خيالو کې زنګيدم