د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
سرلوڅ مرادزی

دوه دنیاوې

دوه دنیاوې
که ممبر باندې تبلیغ کې دی امام خوښ
میخواران په میکده کې دی په جام خوښ
ځینې مست دي د خیالي حورو په عشق کې
نور بیا دلته په دنیا دي په ګلفام خوښ
ډېر د تېر ژوند خرافاتو کې بندي دي
نور د نوي ژوند مزو کې دي مدام خوښ
څوک یوازې د خپل ځان خوښۍ کې ورک دي
نور بیا عشق کې د وطن وي او د قام خوښ
یو بې نومه سرسپارلی د خپل ولس شي
بل یوازې په دنیا کې شي په نام خوښ
بدنامي که په ټولنه کې لوی عیب دی
زه په مینه د وطن کې یم بدنام خوښ
که بخښنه ژوند کې ستر راز د بري دی
ډېر په ژوند کې دي په غچ او انتقام خوښ
د خوښې حق د ازادو ملتو دی
چیری ژوند کې چا لېدلی دی غلام خوښ
د هرچا د خوښې میل او ذوق جلا دی
څوک د نورو په عزت، څوک په دشنام خوښ
مرادزی چې تل د نورو احترام کړم
له بل هم یمه د ځان په احترام خوښ
د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی

د شاعر نور شعرونه ←