د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
نور شاعران

نثار باز ته ډالۍ !

 

شاعر: سید عبیدالله نادر

د بری پښتونخواه د آزادۍ او بیداری د لارې یو تن علمبردار او سپه سالار نثار باز ته ډالۍ

!نثار باز ته
د خیبر د غرونو بازه نثار بازه
د خوارانو د زړه رازه نثار بازه
د نهضت علمبر دار یې ته دي دَور کښي
د قامونو یې سر بازه نثار بازه
د جرأت دي مثال نشته دی ،په دي وخت
خدای دي ساته له غمازه نثار بازه
له وینا نه دي ، قومی دردونه اورو
ته خبر له سوزاو سازه نثار بازه
د غمجنو سترګي ستا په لور کږې دي
د دردمن زړونو آوازه نثار بازه
شهامت دي په دریځ کښي دښمن ویني
ته شاهین او لوړ پروازه نثار بازه
ته یو جذبه یې د آزادۍ د خروش
د مظلوم سره همرازه، نثار بازه
د تعلیم هم نښانې لرې وینا کښي
ته لارښود ، ته مو استاذه نثار بازه
خدای دي تا لري ژوندی مونږ ته عمرونه
هم په قام کښي سر فرازه نثار بازه

د شاعر نور شعرونه ←