د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
نور شاعران

اړیکې جوړول

راشه زړه دې زما کور کړه پاکول یې زما کار دی
د زړه درد دې را بربنډ کړه جوړول یې زما کار دی
چې دې ورکه کړله لاره استغفار، توبې ته راشه
لحظه وره کې راته تم شه لار موندل یې زما کار دی
د اخلاص اوښکې دې توی کړه چې دیدار مې در نصیب شي
د اخلاص اوښکې درنې دي قبلول یې زما کار دی .
که دې لارې شولې بندې یوځل بیا هم رجوع وکړه
درته خلاصې به شي لارې، لارښودل یې زما کار دی
ما نه وکړه خپله غوښته هغه دم یې درکومه
اوس یې غواړه هرڅه غواړې درکول یې زما کار دی
له مرګ مخکې ځان چمتو کړه خپل حساب دې کړه روښانه
بد او ښه عمل کړه وړاندې، ټول بښل یې زما کار دی
چې دې وخوړل په ورځ کې د نعمت شکر اداء کړه
د سبا غمونه پرېږده، بیا روزي يې زما کار دی
په قرآن کې هرڅه شته دي لږ یې وګوره انسانه
تلاوت یې تاسو وکړئ معنا کول یې زما کار دی
که دې ټول عمر ګناه کړه له دربار ناهیلی نشې
ته توبې ته ځان چمتو کړه، بیا منل یې زما کار دی
د فیضي وینا خو واوره چې دا راز یې را بربنډ کړ
مسلمان به جنتی شي ورکول یې زما کار دی

د شاعر نور شعرونه ←