افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
ګوښه ژوند!
له بی عـــمله زاهـــــــدانو نه پردې کښي یــم ناســـت
له ډیره غمه په یــو ګوټ د میکدې کښي یـــم ناســـت
درانه بـارونه می راوړي ، د غـــمونـــو، دلـــــــــــــــته
د غمو پیټو ســـره ګوټ دي میـــــخانې کې یم ناســـت
چې د میــــخورو درناوی په میــکدې کښــــــــي وشي
لکه فـقیر د میــــکدې په دروازې کښـــــي یم ناســــت
چې دا ظلــمونه وحشـــتونه د دي خــــــــلکو ویـــنم
د خپل غمجن زړه سره تل ،په غم خانې کښی یم ناست
د خــلایـــــــقو له آزاره په یو ګـــــوټ کښي لــــــیري
په خپل جونګړه د غُربت ،او کاشـانې کښي یم ناســـت