د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي پامیر سنګروال شعرونه

      

       شعر

شين اسمان وه شنه باغونه سره ګلان وه
دګلانو نه هم ښکلی مې جانان وه
چار چارپېره خوشحالي وه
ښکلې مينه ښه ځواني وه
سپرلي ديار د حسن مې دزړه په سردرو کې
هره خوا رنا رنا وه د ژوندون په تيارو کې
يو ناثا په تورې وريځې دهجران شوې
تورې وريځې مې دمينې په اسمان شوې
هره خواته چې مې سترګې غوړولې
نه سور ګل وه نه شين باغ وه نه اسمان
رانه تللی مې ډېر لرې خپل جانان وه
چار چارپېره خوشحالي نه وه اوس غم وه
مينه ښکلې وه ځواني نه وه دا غم وه

د شاعر نور شعرونه ←