د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي پامیر سنګروال شعرونه

غزل

غزل

پټ يمه جانانه په ګل پاڼو کې
مه مې لټوه زړګې په کاڼو کې

ما د تل قدم په ليمو وړي دي
خير که نن مې شماری رقيبانوکې

وائي ليونې راته دکلې خلک
ته مې ولې بولې ليونيانو کې

مونږ نه پسرلې په ژړا تتلې دې
ځکه خوشبوئې نشته ګلانو کې

زيري چې په مونږ دنارنج ګل کاوه
نشته ا بلبلې په مرغانو کې

لاس کې مې دګلو ګيډې سا ورکړه
ورک چې مې جانان کړو غمازانو کې

لوبې به د زړه په پرهرو کوې
نشته ده وفا په دلبرانو کې

ما پرون پامير اشنا ليدلې وه
ستړي حيران ناست وه په يارانو کې

د شاعر نور شعرونه ←