د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

غزل

 

اوس راته نه ګوري د ځان په ستـــــرګو
جانان جانان وم د جانان په ستــــــرګــو

دمینې نوم وم د لالي پــــه شــــونـــــډو
خاورې شه پورې د هجران پـــه سترګو

شپــــې تیــــروو د هـــدیــــرو وطـن کې
لـــږ راتــه ګــوره د انسان په ستــــرګـــو

ګوره ! دامیـــنه خـــو هـــر چـــا کـــولـــه
لمبې شـــوې بـــلې د افـغان په سترګو

پـــسرلــی چــا لـه نیمې لارې ستون کړ
خـــــزان خــزان شوم د توپان په سترګو

دقافـــلو ســــالار پـــه سترګو ړوند دی
تندر راپریوت د ایـــمان په ستـــرګـــــو

غاټولې زلفې جــــل وهـــلې پیغلـــــې؟
اغزي شنـــه شــــوي د دامان په سترګو

خــــود دزمـــزم چیــــنې لـــه زهرو ډکې
ټکۍ نـــور نـــه شتـه د باران په سترګو

جــــانــــان مــې ولید د هجران کلي کې
اورمــې شو پورې د ګریوان په سترګو

ماسنګروال ته ښکلي نه ګوري اوس
بڼ مې رژیږي د خزان په سترګو

د شاعر نور شعرونه ←