د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

غزل

غزل

په دې کلي کـــې نــــا څـــــا پـــــه اوازه شــــــوه
درباب ستوني کې ګونګه تــــرانـــــه شـــــوه

دادم نغمـو ته ګــــــوتـــــــې پــــه ژړاشـــــــــوې
ځواني مرګه چې دمینـــــې افســــــانه شــــــوه

درخو خپل ټکری ذاهد ته ور پــــه ســــر کـــــړ
چـــــې سپیره دپښتـــــانــــــه کلــــي دیره شوه

مــیـــــړنــــي ورتـــــه پــــــه لپــــــو لپـــــو ژاړي
چې راکوزه داوجــرې دکـــــټ شملـــــه شـــــوه

دمورچل ملالې تـــور څـــــادر راخـــــور کـــــړ
دګودر خواکې چې جــــوړه هـــــدیــــره شـــــوه

دتاریـــخ خـــــــــزر ولا ړ وو لاس تــــر زنــــې
چې دننګ او دبــې ننګ ســره دعــــوه شـــــوه

بیګــــا بیـــا چـــا دمستۍ څــــلــــۍ چـــپــه کړ
ړنګه بنګه لــوټـــې لـــوټـــــې میخانـه شـــــوه

عرش راپریوته تـــوبـــه تـــــوبــه په شونــــــډو
چې راپورته داتل دخـــولــې نـــــــاره شـــــــــوه

چې چا لَـو کړئ دنښتــــرو دنـــنــــګ څوکـــې
دبابا اروا پـه قبـــر کـــــــــې خـــــــپـــــه شــــوه

څومره لوی وم څومـره اوړ شوم سنـــــګرواله
چې سجده مې دبــنده خــــپو ته کږه شــــــــوه

د شاعر نور شعرونه ←