د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شهسوارسنګروال شعرونه

د ښاغلي شهسوارسنګروال

د ښاغلي شهسوارسنګروال  لنډژوندليک !

په ١٩٥١م کال دلغمان په ښکلی او شاعرانه سيمی دسنګر په کلی کښې زيږيدلی دی٠ لومړنۍ زده کړې يې دسنګره په ښوونځی او بيا ١٩٦٩ کال د روښان ليسې څخه فارغ شو٠ عالی تحصيلات يې دادبياتو او بشری علومو په څانګو کښې بشپړ کړل لومړی يې دتاريخ څانګه او بيا يې د ادبياتو پوهنځی ولوست٠

سنګروال نيازی دښوونې او روزنې ، راديوتيلويزون( T.V)، اطلاعات او کلتور، ودانولو چارو ، دلوړو او مسلکې زده کړو په وزارتونو کښې رسمی دنده اجرا کړی ده.

په ١٩٩٢ کال پيښور ته راغی لومړی يې داحمدشاه بابا په نوم ليسه جوړکړه او بيا يې په ١٩٩٣ کال داحمدشاه ابدالی پوهنتون تاسيس کړ او د پوهنتون درياست چارې په غاړه شوې٠

په لندن کې دافغان ادبي جرګې تاسيس او مشري ، د 'شمله' فرهنګي مهالنی تاسيس او مشري

چاپې اثار يې دادی : شمله،هوسۍ او کيږدۍ،دشبنم ښيښه، دنکريزو پانه،دډرامې تاريخ او فن،مساپر، دسپين غر لپاسه څانګه ، دپښتوادبياتومعاصرتاريخ ، دتاريخ په تله کې او دتاريخي جغرافيې څرنګوالی.
 

د شاعر نور شعرونه ←