د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي محمداقبال "اقبال" شعرونه

غزل

                                                                  د تکړه شاعر عبدالله پيکار په ځمکه



پوهيږو نه په سمه كه بيلارې لاروي يو
خو ستا د تكې سپينې خولې خونكارې لاروي يو

په ځوان تفكر ځوان تخيل ځوانو جذبو وايو
نغمې د ليونې مينې سرشارې لاروي يو

د ستړيو ،ګريوان څيرو،پښې يبلو،سرببرو
تصوير واخله ځمونږ د وخت هندارې لاروي يو

د ژوند باج مو راوړى دى د مينې په نوم تاته
چې تنده دې پرې ماته شي خمارې لاروي يو

اقباله ستا رومان رومان غزل پسې مړه مړه يو
د هر داسې شاعر او سندر مارې لاروي يو

د شاعر نور شعرونه ←