پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
کوکو راڅخه پټ کړي هره
چکه رانه واخلي
زما دلوبو کور، ها وړه
مځمکه رانه واخلي
زما په وس چې نه وي نور د
ناز دا غلامي ېې
نو واړه ها راکړې ځل
ځولکه رانه واخلي
هغه ښکلی ماشوم راشي ، چې
غوږ کې دې څه وايم
زه غوږ چې ورنيزدې کړم دئ
مچکه رانه واخلي
لينده ېې وي پخپله
خدايزده چرته ورکه کړي ؟
څپېړه ماته راکړي ,او
لانځکه رانه واخلي
ګونګۍ مې شي سندرې واړه
توري مې تربت شي
يو څوک چې د نغمو ښکلې
ملکه رانه واخلي
راځه بس
بلينډه
به داسې نه وي تل روښانه
يو ځل که دا وختونه اور
بلکه رانه واخلي
١-٤-٢٠٠٣