پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
چمبې په درځ وهي وايي
سندرې جينکۍ
کشري په سر راغو کې کړي
ګورګورې جېنکۍ
خرپا ېې وي د پلونو په
تنګي کې څوک راخېژي
په شان شي د هوسيو ور
ببرې جينکۍ
ما پام خو ډېر غلط کړ په
ګودر چې تېرېدې نن
د مخ رنګ مې په خپله کړې
خبرې جېنکۍ
په زړو لاسونه کېږدي چې د
چېغې ډول شروع شي
منګي په ګودر هېر کړي شي
اوترې جېنکۍ
ای خدايه پښتنې دي ته دې
خپل نظر پرې وکه
په خېځو پسې تللي ډېرې
لرې جينکۍ
چې بېا دې
بلېنډې
مستې سندرې ورښودلي
له خولو به تويوي خود
ملغلرې جېنکۍ
12-9-2004