پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
لارويه !
لارويه !
دا چې سرې شنې
لوپټې دي
دا راګونه د
بنګړيو
رم راغلي بيا
ګودر ته
د بدريو
.....جينکيو
ورته ګونګې چې
نغمې دي
د سيتار په هر يو
تار کې
چې ورک شوي دي
سورونه
دشپيليو له مريو
دا چې لمر ورته
زيړ پاتې
چې له وړانګو ېې
دم وتي
دا مخونه ېې
ليدلي
د ګودر د ښاپيريو
دا بې هوش چې دي
ګلونه
هم نشه د بنګو
بوټي
دا ېې بوي تر
زړونو تير دي
د لونګو د ځونډيو
نو...رالنډ شه
مساپره لارويه
په پستو سپينو
لاسونو
چې ګلونه د
نکريزو
پري خواره واره
اوده دي
تا ته لپې لپې
درکړم
د چينې له سپينو
مئيو
تر زړګي دې په هر
رګ کې
د جذبو د اور
بڅري
چه په کوکو لاړ
شي
مړ احساس به دې
ژوندي شي
دزړګي د رنګينيو
هم دې هوش د
سترګو رپ کې
د ښکلا تر اصل
لاړ شي
هم د ژوند په
ماناپوي شې
نو يو دم به درنه
هير شي
ټول ښارونه د
ماڼيو.........