د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي بلینډې بدرۍ شعرونه

د ماڼيو ښار



يو ورځ به مې سندرې ته هم واورې په حجرو کې
چې مست ژڼي به ېې واېي په اتڼ او په نارو کې

زما چې ورته زړه په درزيدو شو غلی ، غلی
دا څه دې سترګو ووې ورته پټ په اشارو کې ؟

يو چا ېې په مرې کې لکه اور دي ورپو کړی
په کوکو ده شپيلۍ د منډهير په شنو درو کې

کټ مټ لکه ها ستوري د ماښام دغره په څوکه
ځليږي دې تصوير زما د زړه په کنارو کې

همزولو راته ووې چې يو څوک درپسې ګرځي
پوښتنه ېې ستا کړې ده په کوزو ګودرو کې

اثر ېې مالوم نه شو نو ضرور څه تيروتلي
زما هاغو خوبو کې يا هم ستا په تعبيرو کې

له هاغې ورځې تته ده رڼا د بلينډې هم
چې ورک يو ليوني شو د ماڼيو په ښارو کې
د شاعر نور شعرونه ←