پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
راوړی چا په تا
باندې ایمان دی
او چا نه دی
ای مينې ، چا
منلی دې قران دی
او چا نه دی
دعوه د لېونتوب
خو ډېرو کړې پدې
چم کې
خو څیرې چا ټټر
او بیا ګرېوان دی
او چا نه دی
بس کاشکې چې د
ټولو ژڼو زور در
باندې بر وای
غربته چاخلاص کړی
درنه ځان دی او
چا نه دی
خوښ کړی نو
دنیابه وي د مینې
هر پړاؤ خو
ژباړلی چا د خپل
سر په تاوان دی
او چا نه دی
بیعت خو د سندرو
سره ټولو خلکو
کړی
خوځان چا رسولی
تر (رحمان) دی او
چا نه دی
تصویر يې که هر
څو دې د غزل
سترګو کې اوسي
لیدلی
بلینډې
چا دې ارمان دی
او چا نه دی
۱۶\۸\۲۰۰۵