د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي بلینډې بدرۍ شعرونه

هئ، زما د ژوند ملګریه !

هئ، زما د ژوند ملګریه !
د ماڼیو په ښارو کې
هاغه ورځ به هم ته ورک وې
چې مې جوړه کړي همزولې
لکه ناوې د پریو
راخورې مې چې کړي زلفې
په تندي مې ټیک ځوړند کړي
سور پیزوان کړي را په پوزه
د نریو وروزو مینځ کې
د کاجلو خال را جوړ کړي
را په غاړه کړي هارونه
د نرګسو،د رامبیلو
سور سالو راباندې خور کړي
غبرګ ځونډي د لونګینو
په اوږو مې را ځوړند کړي
وار په وار راباندې شیندي
خوشبوېي د ګلابونو
له هر خوا راباندې اوري
زیړې ، سرې د ګلو پاڼې
لوی واړه راپسې ژاړي
سره په وینو دنګو جونو
په وهلو خپل تندي وي
وهم پروت به وي په کلي
ساه به الوتې وي له لارو
ته به نه وې لیونیه
څوسرزوري د چم ژڼي
په اوږو به مې کټ واخلي
خو ډولۍ به مې د ژوند وي
ستا له روڼې دنیاګۍ به
ما همیش وي ستر ګې پټې
ته به ورک وې ...بس همداسې
د ماڼیو په ښارو کې
د زیړڅڼو دنګو دنګو
جینکیو په ښارو کې

22\5\2006

د شاعر نور شعرونه ←