د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي انجينر محمدزېب "منتظر" شعرونه

دوصال قدر

هغه دم چې زما هېڅ ورته خيال نه ؤ
زړه مې ښکېل د يار د مينې په جال نه ؤ

زه ترې لېرې ګرځېدم ،دې به کړه هڅه
دې به سوال کړد ليدو،زما مهال نه ؤ

ما وېل کله به هم ماته ګرانه نه شي
زړه مې پوه د عشق په راز او احوال نه ؤ

نن يې تش د يوې ګړۍ ديدن ارمان کړم
پرون غېږ کې مې پراته ،زما خيال نه ؤ

ما وېل تل به دا زاري کړي ،زه به نازکړم
هېڅ يې قد ر راسره د وصال نه ؤ

اوس نو خلاصه دروازه کړه د زړه غم ته
عشق د يار به دې  (مسيده) په فال نه ؤ

تاشکند – ازبکستان

د شاعر نور شعرونه ←