افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ازلي ګناهکار
ازلي ګناهکار
چى يى
ژوند راته سور اور کړ دامى يار ؤ
ما پرى پکر کړدګلو، خو دا خار ؤ
ما يى
هسى په ويښتانو لوبى کړلى
څه خبرترينه چى د ا پړى د دار ؤ
چى يى
زړه راته ټپي ،ټوټى ،ټوټى کړ
دا نظرؤ، که خو دا د تورى وار ؤ
هسى غم
مى کړپلمه د يار د هجر
خوار نصيب مى له ازله ګناهکار ؤ
چى يى
ساه له تنه نه وته له غمه
(منتظر) د تا راتلو ته انتظار ؤ
20/2/1369
کابل