د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي انجينر محمدزېب "منتظر" شعرونه

خپل ګران وراره سلطان زيب ته :

خپل ګران وراره سلطان زيب ته :

زموږد ګلزارګله

اى زموږدګلزارګله ،لاغوړېږه ، لاغوړېږه
نغمه سازه ، خوږبلبله ، ترانې وايه چغېږه
زه چې ستا په خوږو شونډو، دخوښۍ موسکا ووينم
زړه مې خوښ، روح مې تازه شي ، له سروره لېونې شم
اوکه خداى مه کړه خپه يې ، ښکلې مخ ، سترګې مايوسې
زړه مې وريت ، ځيګرمې سوزي ، خړلوګې شم ، سپېلنې شم
دامنم دبڼ ګلان موپه خپل وارهريودې ښکلې
هم خوشبوى هم معطردى ، هم زينت مو د چمن دى
خوزما دسترګو توره ، ته ټوټه مې د ځيګر يې
ستا سينه کې زما زړه دى ، داستا تن خوزما تن دى
ستا رضا لپاره خدايږو، ټول جهان به ترتا ځارکړم
داسمان ستوري به راوړم ، ستاپه پښوکې به يې ګذارکړم
بس همدامې يوارمان دى ، چې ته تل تراوتازه وې
درقيب د سترګوخاروې ، خوزما د بڼ ښکلا وې
په سل واره در واري شم ، په زرواره درقربان شم
چې داته له غم خوندي وې، زه به هله په امان شم
اسلام آباد
30/4/2003
 

د شاعر نور شعرونه ←