د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي انجينر محمدزېب "منتظر" شعرونه

منتبار

منتبار
 

هغه دم چې يار روان په بله لار شو
مين زړه مې له هرچا ځنې بېزارشو
مينه نه وه ،څوتودې شپې وې د ژمي
هسې تېروتم ، ماوېل ګني بهار شو
نيمه خوانيمګړې ځکه مې شوه مينه
چې مين مې نادان زړه په بل ديار شو
چې زاهد مې وليد مست په مېخانه کې
ورک له زړه مې د دوزخ ،جهنم ډارشو
چې پر غپ يې ته سرجګ کړې له دېواله
(منتظر) د ستا د سپيو منت بار شو
تاشکند_ازبکستان

13/04/1989
 

د شاعر نور شعرونه ←