پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
يادوونه
د تاشکند په ښار کې ناست يم، يادوونه
د وطن کړم
په پردو ګلو کې ګرځم، خو ارمان د خپل
چمن کړم
هره پېغله دلته حوره، ښاپېرۍ که د
ښکلا ده
ځار به واړه د پتمنې، پښتنې زه تر لمن
کړم
مينه نشته دلته پاکه، د څو ورځو
ساعتېري ده
يوه مې ځي له غېږې، بلې ته د عشق مينې
سخن کړم
نه مې زړه په ښکلو موړ شو، نه مې اور
د مينې سوړ شو
نه دې زلفو په تار ښکېل شوم، نه ښکلا
د چا مين کړم
نه خو غم د بېلتانه شته ، نه د چا د
انتظار د رد
نه خوندونه دوصال شته، نه ارمان چا د
د يد ن کړم
د لته مينه بازاري ده، هره يوه يې بې
وفا ده
زه (مسيد) ساده پښتون يم، هسې نه چې
ځان لوغړن کړم
13/09/1991
تاشکند-ازبکستان