پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
تېر يادونه
يارمې لاړ، زما له
څنګه ځنې بېل شو
داغيارود سينې، غاړې امېل شو
څه شپې ورځې وې د مينې، څه وختونه
له خوښۍ سرور نه ډ ک مووجامونه
سره کښېبه ناستو وبه مونېشه کړه
دې زما اوددې ما به تماشه کړه
غېږته رابه غلله، مخ به مې ورښکول کړ
په ګوګل کې به مې مينې جوړغوبل کړ
رانه هېر به شول نورخيال اونورفکرونه
په سل واره به مې کړل دخداى شکرونه
چې تر ګلوښايسته بشرمې يار دى
ښايسته تر ښاپېرۍ په څوڅوواردى
نه يې سيال پدې دنيا نه يې ثانې شته
نه خو هغسې دوه سترګې نه ځوانې شته
نن مې وګوره ماتم مې جوړ په کور دى
لګېدلى دبېلتون مې په زړه اور دى
فريادونه مې شول پورته تر آسمانه
دزړه داغ مې شولو پاتې بې درمانه
نه خو هغه مست نګارشته نه يې مينه
د بېلتون غم مې کړه وچه د زړه وينه
تاشکند-ازبکستان
1988/08/28