پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د ښاغلي
د ښاغلي منتظر لنډه پېژندنه
زمانوم محمد زېب دى ،تخلص مې منتظرمسيد دى.
په ١٣٥٩ کال کې د خوشحال خان د لېسې څخه فارغ شوې يم.
دکانکورد ازموئنې د ورکولو نه وروسته په ١٣٦٠کال کې د ننګرهار دکرهڼې پوهنځي ته شامل شوم ، په ١٩٨٢ کال کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د پخواني شوروي اتحاد دازبکستان جمهوريت د تاشکند ښارته لاړم.
په ١٩٨٩ کال کې مې د تاشکند د پولېتخنيک د انسټيټوټ څخه د مهندسۍ په رشته کې د ماسټرۍ ديپلوم ترلاسه کړ.
بيا مې په ١٩٩٠ کال کې د تاشکند د کلتو رپه انسټيټوټ کې داخله واخيسته او د ژورنالېزم او د سينما د ډايرکټرۍ په رشته کې په زده کړو بوخت شوم ،چې له بده مرغه په ١٩٩٢ کال کې د ځينو ستونزو له امله اړ شوم چې هغه نيمګړې پرېږدم او يوکراين ته لاړ شم.
اوپه عين وخت کې له ١٩٩٠ نه تر ١٩٩٢ پورې د تاشکند راډيو د پښتو او دري په څانګه د وياند او ژباړونکې په توګه په دنده بوخت وم.
له ١٩٩٣ څخه تر ١٩٩٨ پورې په يوکراين کې مهاجر وم ،چې په ١٩٩٧ کال کې مو د نورو انډيوالانوپه مرسته د يوکراين د لوګانسک په ښارکې د (هېواد )په نامه د افغاني کډوالو لپاره کمېټه جوړه کړه .
په ١٩٨٩ کال کې پاکستان ته راغلم .
بايد يادونه وکړم چې په تاشکند کې د زده کړو په وخت کې (١٩٨٤-١٩٨٨)پورې مې له روسي ژبې نه دوه کتابونه په پښتو ژبه وژباړل.
هم دا رنګه زما يوشمېر مضامين،سياسي اوټولنيزې تبصرې اوشعرونه د هېواد په ځينو ورځپاڼو،اوونيزو اومجلو ( پلوشه اوونيزه ، اخبار هفته ، سهارورځپاڼه ، وحدت ورځپانه ، صبا مجله ) کې خپاره شوي دي.
زه له ١٣٥٨ ياني ١٩٧٩ کال څخه شعر وايم چې د ځينو لاملونو له کبله مې تر اوسه د کتاب په توګه ندي خپاره کړي ،خود لوى اختر نه وروسته به خپل د شعرونوټوليزد يو کتاب په بڼه د خپلو وطنوالوحضورته وړاندې کړم.
همدا ډ ول ما يو څو لنډې کيسې او داستانونه هم ليکلي دي چې لا مې چاپ کړي ندي.
په افغانستان کې د طالبانو د راپرزېدو او دلنډ مهاله ادارې د رامنځته کېدو نه وروسته افغانستان ته راغلم .
او اوس اوس په افغانستان کې د ملګرو ملتو سره په دنده بوخت يم .