د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



هر يو پرهر مې غوړېدۀ يوچا دې نوم اخيسته
زړګى مې ورو ،ورو درزېدۀ يو چا دې نوم اخيسته

سترګې مې پټې کړې د اوښکو د راتلو له يرې
ځان مې له قصده کړ ويدۀ يو چا دې نوم اخيسته

زه ترې راتلم خو ميرات مړى سر خوړلى سر مې
په لويه لاره ځنګېدۀ يو چا دې نوم اخيسته

يوڅوک دې بل هم و زما په شان په زړه راغلى
يو څوک محفل کې غږېدۀ يو چا دې نوم اخيسه

په سپينه ږيره ميکده کې سلګو واخيستمه
خپل ځلميتوپ رايادېدۀ يو چا دې نوم اخيسته

ستا امرخېل په خود کې نه وو خدايزده څه يې ووېل
کمبخت په ځان نه پوهېدۀ يو چا دې نوم اخيسته

 

د شاعر نور شعرونه ←